راپورونه وايي چې د کندهار ولایت په سپین بولدک کې تېره شپه د افغانستان د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت او پاکستاني سرچینو رسنیو ته وویل چې تېره شپه د دواړو خواوو ترمنځ د درنو وسلو تبادله پیل شوه.
تراوسه څرګنده نه ده چې جګړه کومې خوا او ولې پیل کړې ده خو پاکستاني رسنۍ پاکستان ابزرور د خپل هیواد د باندنیو چارو وزارت په قول ویلي، چې له افغانستان سره د اوربند معنا دا وه چې افغانستان له خپلې خاورې څخه د ټي ټي پي د وسله والو د حملو مخه ونیسي خو تراوسه دا کار نه دی شوی.
پاکستان تل د افغانستان د طالبانو رژیم د ټي ټي پي او نورو پاکستان مخالفو ډلو په ملاتړ تورنوي خو د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي چې پاکستان باید خپلې کورنۍ ستونزې په خپله په خپله خاوره کې حل کړي.