بې پولې خبریالان: پاکستان سږ کال لږترلږه ۲۰ افغان خبریالان افغانستان ته په زوره استولي

د بې پولې خبریالانو سازمان (ار اس اف) اعلان کړی چې پاکستان سږ کال لږ تر لږه ۲۰ افغان خبریالان په زوره افغانستان ته ستانه کړي دي.

حسینه رفیع یوه له هغو افغان خبریالانو ده چې شاوخوا لس ورځې وړاندې د پاکستاني پولیسو لخوا ونیول شوه او له سلګونو نورو افغان کډوالو سره یوځای د پاکستان د اسلام اباد له «ارجنتینا» پارکه افغانستان ته واستول شوه.

دې د جمعې په ورځ (د دسمبر په ۵ مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا او د رسنیو یو بل همکار یې د پاکستاني پولیسو له خوا سخت وهل شوي او وروسته افغانستان ته شړل شوي دي، چې اوس په خبره یې په سختو شرایطو کې د امنیتي ګواښونو او اقتصادي ستونزو سره ژوند کوي.

حسینه زیاتوي:

"تقریباْ له یوې اونۍ زیات وخت کېږي چې موږ افغانستان کې یو، تر اوسه مو لس کورونه بدل کړي، ځکه دلته زموږ ځان په خطر کې دی، موږ بد امنیتي وضعیت کې یو، دلته کور نه لرو، اقتصاد مو ښه نه دی، د مور فشار مې د دې لپاره چې لور یې طالبان ونه نیسي، لوړ شوی او مغزي سکته یې کړې ده."

ځینې خبریالان چې لا هم په پاکستان کې ژوند کوي، په یاد هیواد کې د خپل وضعیت په اړه اندیښمن دي، او وايي چې هره شیبه د شړلو له خطر سره مخ دي.

د دوی له ډلې افغان خبریال ظاهر بهاند ازادي راډیو ته وویل:

"په پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت بې حده ډېر د اندېښنې وړ دی، او د هرې ورځې په تېرېدو د دوی ستونزې ډېرېږي، خبریالان د پاکستان د پولیسو له لوري نیول کېږي، شکنجه کېږي او حتی افغانستان ته شړل کېږي، زه خپله سږکال په اپریل میاشت کې د پولیسو لخوا ونیول شوم چې د رسنیو په همکارۍ بېرته ازاد شوم."

دا وضعیت په پاکستان کې افغان خبریالان او هغه کسان چې له دې هېواده ایستل شوي، په داسې حال کې زیانګالي ګرځوي چې د بې پولې خبریالانو سازمان (ار اس اف) اعلان کړی چې پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې لږترلږه ۲۰ افغان خبریالان چې په دې هیواد کې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي په زوره افغانستان ته ستانه کړي دي.

"ار اس ف” د پاکستان دا اقدام «په جبري ډول د بیرته نه ستنولو له اصل» او نړیوال قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بولي، هغه اصل چې د دې سازمان په ټکو، هغو هیوادونو ته د کسانو په جبري توګه بیرته ستنیدل منع کوي چیرې چې دوی ممکن د ځورونې خطر سره مخ شي.

دې سازمان په خپله ویب پاڼه په یوه تازه راپور کې زیاته کړې چې په پاکستان کې لسګونه نور افغان خبریالان هره ورځ د نیولو، د پولیسو د اخاذۍ او فوري شړلو په ویره کې ژوند کوي.

د «ار اس اف» د راپور له مخې، شاوخوا ۲۰۰ افغان خبریالان د طالبانو د ګواښونو له امله له افغانستانه تښتیدلي او په پاکستان کې یې پناه اخیستې او د دې سازمان په ملاتړ په دریم هیوادونو کې د بیا میشتیدنې په تمه دي، خو د یاد سازمان په ټکو، په لویدیځو هیوادونو کې د بیا میشتیدنې پروسه تقریبا بنده شوې او د مرکو او قضیو بیاکتنې لپاره د انتظار وخت کلونو ته غخول شوی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان زیاته کړې چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال له اوړي راهیسې د افغان کډوالو د استوګنې ویزې په ډېرو کمو مواردو کې تمدید کړي، او له همدې مسلې ډیری یې په "غیرقانوني" حالت کې اوسېږي.

دې سازمان په خپل راپور کې ویلي چې په تیرو شپږو میاشتو کې د افغان خبریالانو د خپل سرو نیونو، توقیف خونو ته یې د اچولو او د سمدستي ایستلو قضیې زیاتې شوي دي، او ډیری خبریالان د دوی د اسنادو له قانوني تایید پرته په مستقیم ډول تورخم ته د پولیسو لخوا لیږدول کیږي او طالبانو ته سپارل کیږي.

د بې پولې خبریالانو د جنوبي اسیا څانګې مشرې سیلیا مرسیه د پاکستان له حکومت غوښتي چې سمدلاسه دا ایستل ودروي او د دې کسانو د ویزو د تمدیدولو پروسه بیا پیل کړي، او له نړیوالې ټولنې یې هم غوښتي چې د دوی د بیا میشتیدنې لپاره خوندي او سمدستي لارې چارې برابرې کړي.

دا اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړی کړې، د خبریالانو، مدني فعالانو او پخوانیو سرتیرو په ګډون یې په زرګونو افغان کډوال نیولي او هره ورځ یې افغانستان ته استوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د دوشنبې په ورځ «د دسمبر په لومړۍ نیټه» په یوه خبري غونډه کې له پاکستانه د افغانانو د ایستلو د پروسې په شدت ټینګار وکړ او خبریالانو ته یې وویل چې د ۲۰۲۵ کال تر سپتمبر پورې شاوخوا یو ملیون او ۶۰۰ زره افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.

د یادونې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، زیات شمیر افغان خبریالان د امنیتي ګواښونو له امله له افغانستانه ووتل او په ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان کې یې پناه واخیسته.