د روسیې ولسمشر یو ځل بیا د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمې په اړه خپله پخوانۍ ادعا تکرار کړه او ویې ویل، که د اوکراین ځواکونه له دې سیمې څخه شاتګ ونه کړي، نو روسیه به هغه په زور ونیسي.
ولادیمیر پوتین له «انډیا ټوډې» ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې وویل:
«یا به موږ دا سیمه د خپل پوځ په زور آزادوو، او یا به اوکرایني ځواکونه په خپله ترې وځي.»
د پوتین اشاره د دونباس سیمې ته وه چې د دونیڅک او لوهانسک له دوو ولایتونو جوړه ده.
د پوتین د مرکې ځینې برخې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۳مه دسمبر ۴) هند ته د ده تر روانېدو مخکې خپرې شوې.
د روسیې تر بشپړ پوځي یرغل مخکې، د مسکو له ملاتړه برخمنو بېلتونپالو ځواکونو په دې سیمه کې نژدې اته کاله جګړه وکړه، خو هغوی ونه توانېدل چې ټول دونباس ونیسي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي ویلي، هغه خاوره چې روسیې په خپله په زور نه ده نیولې، هېڅکله به یې روسیې ته د ډالۍ په ډول ور نه کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روسیه دا مهال د اوکراین شاوخوا ۱۹.۲ سلنه خاوره اشغال کړې ده.