د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو په اړه اسلام اباد ته د ترکیې د یوه جګپوړي پلاوي تګ ممکن د طالبانو د نه همکارۍ له کبله ځنډېدلی وي.
ټاکل شوې وه چې د ترکیې د درو جګپوړو چارواکو په ګډون پلاوی تېره (نوومبر) میاشت اسلام اباد ته تللی وای.
د دې پلاوي د سفر خبره د تېرې میاشتې په لومړیو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په باکو کې د پاکستان له صدراعظم شهبازشریف سره په کتنه کې کړې وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی طاهرحسین اندرابي نن (جمعه) په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ترک پلاوي په سفر کې ځنډ ښايي د هغه په مهالوېش کې د ستونزې له کبله راغلی وي.
ده په عین حال کې وویل چې پرون له افغانستان سره د تورخم او سپین بولدک لارې د بشري مرستو لپاره پرانیستل شوي دي.
اندرابي زیاته کړه چې له افغانستان سره به لارې تر هغو خلاصې نه شي چې له دغه هیواده پاکستان ته د ترهګرۍ د ورپېښ خطر مخه نه وي نیول شوې.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی دا هم وویل چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه یوازې په پاکستاني طالبانو او افغان طالبانو پورې محدود نه دي بلکې افغان اتباع په پاکستان کې په جدي جرمونو کې ښکېل دي.
د طالبانو حکومت په ځلونو د پاکستان ادعاوې رد کړي او له دغه هیواده یې غوښتي چې خپلې ستونزې په خپله خاوره کې په خپله حل کړي.