د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تیرماښام هند ته ولاړ. د دې سفر یو هدف د دفاعي اړیکو پراختیا یاده شوې ده او دا په داسې حال کې چې نوی ډیلی د متحده ایالاتو له سخت فشار سره مخ دی چې له مسکو څخه د تیلو پیرل ودروي.
صدراعظم نریندرا مودي په خپله د نوي ډیلي په هوايي ډګر کې د روسیې د ولسمشر ښه راغلاست ته ورغلی و.
دا هند ته د اوکراین له جګړې راوروسته د ولادیمیر پوتین لومړی سفر دی، له ده سره د روسیې دفاع وزیر اندري بیلوسوف هم مل دی او تمه ده چې د جنګي جټ الوتکو او هوایي دفاع سیستمونو د خرڅلاو په تړاو له هندي لورې سره خبرې وکړي.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې د روسیې د پرمختللیو ( ایس-څلورسوه) هوایي دفاعي سیستمونو د پلورلو موضوع د خبرو د اجنډا یوه مهمه برخه ده.
هندي رسنیو راپور ورکړی دی چې مسکو ممکن هند ته وړاندیز وکړي چې ( سو-اووه پنځوس) الوتکي په ګډه جوړې کړي.
هند د نړۍ د وسلو یو له لویو واردونکو څخه دی او له اوږدې مودې راهیسې هند له روسیې څخه ډیره وسله اخلي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې په ورته وخت کې نوی ډیلی له نورو هیوادونو څخه هم د وسلو د پيرودلو لټه کوي او په کور دننه یې هم د وسلو تولید زیات کړی دی.
د ستاکهولم د سولې د نړیوال څیړنیز انیسټیټیوټ په وینا هند له دوه زره نهمه تر دوه زره دیارلس پورې خپلې شپږ اویا فیصده وسلې له روسیې اخیستې او له دوه زره نولسمه تر دوه زره درویشتم پورې دا فیصدي شپږ دیرش سلنې ته راټیټه شوې ده.
ولادیمیر پوتین په داسې وخت کې هند ته سفر کړی چې د اګست په میاشت کې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اکثر هندي وارداتو پنځوس فیصده تعرفه لګولې ده او علت یې دا یاد کړی دی چې هند له روسیې ډیر او په دوامداره ډول تیل اخلي چې روسیه دا پیسې د اوکراین په جګړې لګوي.
خو هند په وروستیو کې د روسیې د خامو تیلو واردات کم کړې دي. د رویټرز اژانس د راپور له مخې د هند حکومت دا ویره لري چې له روسیې سره د انرژۍ یا دفاعي معاملې هر ډول نوی تړون هم ممکن ولسمشر ټرمپ ناراضه کړي او له واشنګتن سره د سوداګرۍ په خبرو کې ستونزې پیدا شي.
د هند او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه په تیرو دوو کلونو کې اته شپیته اعشاریه اووه میلیارډه ډالرو ته رسیدلې ده، خو د هند د صادراتو برخه پکې یوازې څلور اعشاریه اته اتیا میلیارډه ډالره ده.