یوه لور ته د اوکراین د سولې ګړندۍ هڅې بل لور ته د روسیې پوځي فشارونه

ولودیمیر زیلینسکي

ټاکل شوې چې اوکرایني مذاکره کوونکي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره او وروسته په فلوریډا کې له امریکایي چارواکو سره وګوري. دا لیدنې کتنې څو ورځې وروسته له دې ترسره کیږي چې د سپینې ماڼۍ له یوه پلاوي سره د کریملین چارواکو پنځه ساعته غونډه وکړه.

د دسمبر د څلورمې نیټې له غونډو مخکې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له انډیا ټوډې سره په مرکه کې د اوکراین د حاکمیت او پوځي ځواک په اړه خپلې اوږدمهاله او نه ماتېدونکې غوښتنې تکرار کړې.

پوتین د هند د سفر په درشل کې دا مرکه کړې ده. ده وویل، یا به دا سیمې په زوره ازادوو یا به اوکرایني ځواکونه له دې سیمو وځي او هلته به له جګړې لاس اخلي.

د سپینې ماڼۍ استازي سټیف ویټکوف او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم جارډ کوشنر د دسمبر په دویمه نیټه په کرملین کې له پوتین او نورو لوړ پوړو چارواکو سره خبرې وکړې چې په اوکراین کې څرنګه د روسیې یرغل پای ته رسیدلی شي.

د واشنګتن دغه پلاوی دوې اونۍ وروسته له دې له روسیي چارواکو سره خبرو ته کښیناست چې متحد ایالتونو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې یوه طرحه خپره کړه او دا طرحه داسې ښکارې چې تر ډیره د روسیې په ګټه ده.

دا پلان تر ډیره د مسکو هغه غوښتنې منعکسوي چې روسانو یې د دوه زره دوه ویشتم کال د فبروري تر برید مخکې هیله لرله.

د دسمبر د دوهمې نیټې له غونډې وروسته سمدلاسه، یوري اوشاکوف، چې یو تجربه لرونکی ډیپلومات او د پوتین د بهرنۍ پالیسۍ لوړپوړی سلاکار دی، خبرې اترې "رغنده" وبللې، خو روسي مطبوعاتو ته یې وویل چې سوله نه نژدې ده او نه هم لرې ده.

د امریکا استازي ویټکوف بیا له مسکوه تر تګ مخکې د خبرو په اړه څه تبصره ونه کړه او دا له جنوري میاشتې راهیسې مسکو ته د نوموړي شپږم سفر دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د دسمبر په دریمه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، ویټکوف او کوشنر ورته ویلي چې داسې ښکاري چې پوتین "غواړي یوه معامله وکړي."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه"ویتکوف له پوتین سره ښه غونډه درلوده. موږ به وګورو چې څه پیښیږي، خو د دوی تاثر دا و چې [پوتین] غواړي جګړه پای ته ورسوي."

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې د اوکراین مخکښ مذاکره کوونکی، رستم عمروف، او جنرال اندري هناتوف به د دسمبر په څلورمه په بروکسل کې د اروپا د ملي امنیت له سلاکارانو سره وګوري او بیا به له ویټکوف او کوشنر سره د نورو خبرو اترو لپاره فلوریډا ته سفر وکړي.

زیلینسکي په یوه ویډیویي وینا کې دا هم وویل چې، د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره هلې ځلې په خورا لوړه کچه دي او اوکراین به هیڅ خنډ او ځنډ پکې رانه ولي.

د سولې دا جدي هلې ځلې په داسې حال کې روانې دي چې روسیه د جګړې په ډګر کې فشار زیاتوي، ادعا کوي چې ځواکونه یې په مهمو ختیځو سیمو کې لاسته راوړنې لري او په کیف او نورو ښارونو یې هم بریدونه روان دي، چې زرګونه خلک په تیاره کې پاتې شوي او د ژمي له پیل سره بریښنا قطع شوې ده.