د کونړ ولایت د دیوه ګل ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې درې میاشتې مخکې یې زلزلې کور ویجاړ کړی وایي چې د خیمې لاندې اوسېږي او د سړې هوا له امله یې ماشومان سینه بغل شوي دي.
دې بې کوره شوي چې د یوې ۱۲ کسیزې کورنۍ سرپرست دی د پنجشنبې په ورځ د نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل"هوا دومره سړه ده چې ممکن همدې اونۍ کې واوره وشي، خلک ډېرو زیاتو ستونزو سره مخ دي، مخکې خلکو کولای شول خپلو کورونو کې اور بل کړي خو دلته خیمو کې اوس ان د بخارۍ یا اور بلولو کوم ترتیب هم نشته، خیمه کې هر څومره چې هڅه وکړو د ماشومانو پالنه په کې نه کېږي، ناروغۍ زیاتې دي، دلته زښته زیات ماشومان په سینه بغل او ذکام اخته شوي."
په کونړ کې د زلزله ځپلو په یوه کمپ کې څلور ماشومان د سړې هوا او د علاج وړناروغیو په نتیجه کې مړه شوي دي.
د افغانستان د شمال؛ سمنګال ولایت ځینې زلزله ځپلي هم ورته شکایت لري.
د سمنګان ولایت د تنګي تاشقرغان ولسوالۍ یو اوسېدونکي شېرخان چې وروستیو زلزلو یې کور ویجاړ کړی او دی له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره تر خیمې لاندې اوسي ازادي راډیو ته وویل"زلزله چې وشوه، زموږ کور چپه شو، موږ اوس ډېر بد وضعیت کې یو، خیمې یې راوړي په همدې خیمو کې ژوند کوو، له دې وروسته خو ژمی دی او هوا سړه ده، که موږ ته سرپناه او کورونه برابر نه شي، ماشومان به مو سخت ناروغان شي، که زموږ ماشومان ناروغان کېږي، موږ یې د درملو پیسې نه لرو، باید موږ ته سرپناوې جوړې کړل شي."
دا زلزله ځپلي داسې مهال د خپلو ماشومانو د بد وضعیت په اړه شکایت کوي چې تازه له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې تر ۲۷۰ زره ماشومان د مړینې له خطر سره مخ دي.
«یونیسف » د «د ډیسمبر په ۲مه» په افغانستان کې د دې ادارې د استازي تاج الدین اویواله بیان پر خپله وېب پاڼه خپور کړی چې په کی یې ویلي "په افغانستان کې له ویجاړونکو زلزلو درې میاشتې وروسته، د هیواد په شمالي او ختیځو ولایتونو کې ماشومان لاهم په بیړني ډول بشري مرستو ته اړتیا لري او د ژمي له وژونکې سړې هوا سره مخ دي."
په دې اړه نور: د افغانستان د روان کال زلزله ځپلې ښځې لاهم د جنسیت پر بنسټ ستونزې ګاليد دې ادارې استازي دې بیان کې زیاته کړې چې د اونۍ په سر کې د زیړي بابا په نوم د کونړ ولایت زلزله ځپلو ته جوړ شوي کمپ کې تر۵ کلونو کم عمره څلور ماشومان، د تقوا او ذاکرې به نوم دوه نجونې او د عبدالله او عثمان په نوم دوه هلکان د سینه بغل او سړې هوا له امله مړه شوي دي.
زلزله ځپلې کورنۍ وایي چې د ژمي له رانژدې کېدو سره اکثره ماشومان په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.
د یونیسف استازي ویلي چې "د هغو ماشومانو د روغتیا او خوندیتوب په اړه ژوره اندیښنه لري چې کورونه یې زیانمن شوي، د شپې هوا اوس له صفر څخه ښکته شوې او ممکن تر منفي ۲۵ درجو سانتي ګراد پورې راښکته شي."
هغه څه چې د زلزله ځپلو سیمو ځینې اوسېدونکي یې هم په اړه سخت اندېښمن دي.
په بیان کې یادونه شوې چې دا اداره به د ژمي د مرستې کڅوړې، د ماشومانو لپاره ګرمې جامې، د سونګ توکو برابرولو او روغتیایي خدمتونو لپاره نغدي مرسته، اوبه، خواړه، تعلیم او د کورنیو سره د مرستې لپاره محافظتي ملاتړ چمتو کړي.
یونیسف غوښتنه کړې چې شریکان او بسپنه ورکوونکي یې باید "سمدستي اقوام" وکړي ترڅو د ژمي مهمې مرستې زیانګالو ماشومانو ته په چټکۍ ورسیږي او د دوی ژوند وژغورل شي.
په دې اړه نور: یونیسف: په افغانستان کې،وروستۍ زلزلې تر ۸۰۰ زیات کورونه ویجاړ کړي ديد یادونې ده چې دې سازمان مخکې هم اعلان کړی و چې د هوا په سړېدو، ماشومان مخ په زیاتیدونکي تنفسي ناروغیو سره مخ دي.
د افغانستان په ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول کونړ کې د روان کال د «اګسټ په ۳۱ مه» مرګونې او ویجاړونکې زلزلې له ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه او نږدې ۴ زره نور ټپیان کړل.
دغه شان په دې زلزله کې ۷زرو کورونه هم ویجاړ شول.
دغه شان « د نومبر په ۳مه» د شپې په یوه بجه د افغانستان په شمال کې په ځانګړې ډول په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۳ درجې زلزلې ۲۷ کسان مړه، له ۹۰۰ څخه ډیر کسان ټپیان او له ۱۳۰۰ څخه ډیر کورونه ویجاړ کړل.
د یادونې ده چې مخکې تر دې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» په ګډون ګڼو نورو ادارو او مرستندویه سازمانونو په زلزله ځپلو سیمو کې د بد بشري وضعیت په ځانګړې ډول د ژمي په راتلو د هغو زیانګالو حالت ته اندېښمنه ښودلې چې لا هم تر خیمو لاندې اوسېږي.