پاکستان وایي چې د تورخم او چمن سرحدي لارې د دې لپاره خلاصوي چې د ملګرو ملتو د دریو ادارو له لورې افغانستان ته بشري مرستې ورسیږي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دا لارې به د تجارت، ترانزیټ کارګو او نورو مسافرو لپاره تړلې پاتې شي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ پنځه تجارتي لارې د اکتوبر په دولسمه وروسته تر دې وتړل شوې چې د پاکستاني ځواکونو او افغان طاابانو ترمنځ د اکتوبر په یولسمه جګړه وشوه، د دې جګړې په ترڅ کې دواړو لوریو ته په لسګونو کسان ووژل شول.
نژدې درې اونۍ مخکې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تور پورې کړ چې پاکستان له تجارتي مواردو سیاسي استفاده کوي نو له پاکستان سره به تجارتي لارې وروسته له هغه خلاصې شي چې اسلام اباد دا تضمین ورکړي چې په هیڅ ډول حالاتو او شرایطو کې به بیا دا لارې نه بندوي.