د اوکراین ولسمشر په داسې حال کې چې حکومت یې د فساد تورونو او هیواد یې د روسیې له بریدونو سره مخ دی د سولې موافقې ته د رسیدلو لپاره خپلې نړیوالې هڅې ګړندۍ کوي، متحده ایالاتو ته د مذاکراتو ټیم لیږي او پخپله پاریس ته د سفر پلان لري.
ولودیمیر زیلینسکي دشنبې په ورځ ( نومبر په ۲۹مه ) وویل چې د "باعزته سولې" او د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د روسیې لخوا پیل شوي بشپړ یرغل د پای ته رسولو لپاره د هڅو په ترځ کې د مذاکراتو ټیم متحده ایالاتو ته لیږلی دی.
هغه وویل چې د پلاوي مشري به د پخواني دفاع وزیر رستم عمروف لخوا کیږي چې اوسمهال د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا سکرتر او د کیف د مذاکراتي ټیم غړی دی.
یوه لوړ پوړي امریکایي چارواکي خبري اژانسونو ته وویل چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، ځانګړی استازی سټیو ویټکوف، او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم، جیریډ کوشنر به د نومبر په ۳۰مه د اوکرایني پلاوي سره د لیدنې لپاره فلوریډا ته سفر وکړي.
په داسې حال کې چې دسولې لپاره د امریکا د جنجالمن وړاندې شوي پلان د ټینګښت لپاره هڅې ګړندۍ شوي، ټاکل شوې چې ښاغلی ویټکوف د فلوریډا له غونډې وروسته، راتلونکې اونۍ مسکو ته ولاړ شي.
په ورته مهال ، د فرانسې حکومت اعلان وکړ چې ولسمشر ایمانویل مکرون به د دوشنبې په ورځ ( د دیسمبر په لومړۍ نیټه ) پاریس کې د زیلنسکي کوربه وي او دغونډې په ترځ کې به " دیوې عادلانه او تلپاتې سولې " د شرایطو په هکله خبرې وکړي.
کیف او د بریتانیې ، فرانسې او جرمني په مشرۍ اروپایي متحدین هلې ځلې کوي چې د سولې لپاره د ولسمشر ټرمپ د ۲۸ مادو پلان تعدیل یا یې ترڅنګ یو بدیل پلان جوړ کړي.
منتقدین ادعا کوي چې د ټرمپ پلان ترډیر بریده د مسکو لور ته میلان لري. ولسمشر زیلنسکي پاریس ته دخپل سفر په هکله کومه تبصره نه ده کړې خو ولسمشر مکرون د کیف چې د مسکو دیرغل په وړاندې جنګیږي یو له سختو ملاتړو څخه دی.
زیلنسکي وروستی ځل دوه اونۍ مخکې د پاریس لیدنه کړې وه.
د سولې لپاره د امریکا ۲۸ ماده ایز پلان ترډیره د مسکو هغه سخت دریځه مواقف منعکسوي چې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې یې په اوکراین باندې د بشپړ برید په مهال اعلان کړي وو.
دغه پلان وروسته لدې چې را څرګند شو اوکرایني چارواکي یې اندیښمن کړل او رپوټونه وايي چې ولسمشر زیلنسکي غوسه کړ او وروسته یې امریکايي چارواکو سره دوه اړخیزې خبرې وکړې.
ددغو خبرو په نتیجه کې امریکايی پلان تعدیل او ۱۹ مادو ته را لنډ شو خو بیا هم ځینې مسئلې لاپاته دي .
یوه مسئله د دونیڅک سیمې د یوې برخې سرنوشت دی چې مسکو هوډ لري خپله یې کړي ، نور ستونزمن موضوعات هم شته لکه د کرملین اصرار چې غواړي اوکراین به هیڅکله ناټو سره نه یوځای کیږي او خپل ځواکونه به هم محدودوي.
دا دیپلوماتیکې هلې ځلې وروسته لدې ترسره کیږي چې له پریشاني ډکه تیره اونۍ د زیلنسکي ددفتر د رئیس اندری یرماک په استعفاء وروسته لدې پای ته ورسیده چې د فساد ضد ادارې او څارنوالي یې دفتر تالاشي کړ.
دا چاپه د اداري فساد ضد هلوځلو په ترځ کې وروسته لدې ترسره شوه چې ویل کیږي د انرژي د سکټور څخه لسګونه ملیونه ډالرغلا شوي دي.
زیلنسکي ته نږدې څو اغیزمن کسان په قضیه کې ښکیل ګڼل شوی خو ویل کیږي چې خپله ولسمشر په کې لاس نلري.
یرماک په مستقیم ډول تورن شوی نه دی او د تالاشي په جریان کې یې ویلي چې پلټونکو ته د هغه اپارتمان ته "بشپړ لاسرسی" ورکړل شوی او هغه خپله "بشپړه همکاري" کړې.
بلخوا روسیې په کیف او د اوکراین نورو ښارونو باندې خپلو درنو هوايي بریدونو ته زور ورکړی دی چې په نتیجه کې یې په دې سوړ ژمي کې له سلګونو زرو کسانو برښنا پرې شوې ده .
په دغو بریدونو کې لږ ترلږه درې کسان وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
زیلنسکي د دغو بریدونو په وړاندې د اوکراین د ښارونو څخه ددفاع لپاره د لازیاتو تجهیزاتو غوښتنه کړې ده.