پاکستان بیا هم ځان د ترهګرۍ قرباني یاد کړ، څيړونکي وایي، دوی په نړیوال ستیج کې د طالبانو له نه موجودیته ګټه اخلي

د پاکستان حکومت یو وار بیا ویلي، چې د ترهګرو ډلو له خوا د افغانستان له خاورې استفاده، د سیمې او نړۍ لپاره په یوې جدي اندېښنې بدله شوی ده.

په تاجېکستان کې پر چیني وګړو د برید له راپورونو ورسته چې ادعا کېږي د افغانستان له خاورې ترسره شوی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د داسې بریدونو لپاره د افغانستان د خاورې بیا، بیا کارول، په یوې جدي سیمه‌ییزې اندېښنې بدله شوې ده.

د دغه وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي، د جمعې په ورځ د نومبر پر ۲۸مه په خپلې اونیزې خبري ناستې کې وویل، پاکستان تل ټینګار کړی چې باید د افغانستان له خاورې د ګاونډیانو او یا بل هر هېواد پر ضد ترهګریز فعالیتونه ترسره نه شي:

"د افغانستان له خاورې د ترهګرو عناصرو لخوا بیا، بیا استفاده او د طالبانو حکومت تر ملاتړ لاندې د هغوی دوامداره حضور، یوه داسې موضوع ده چې د سیمې او د نړیوالې ټولنې لپاره یې جدي اندېښنه رامنځته کړې ده. د هغو کسانو پر ضد چې د افغانستان له خاورې د فعالو ترهګرو ډلو عاملین، ملاتړکوونکي، ورته اسانتیا برابروونکي او تمویلونکي دي، عملي او د باور وړ اقدامات د دې مخ په زیاتېدونکي ګواښ د مخنیوي یوازینۍ لار ده."

که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د طاهر حسین اندرابي د څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د دوی د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د نومبر پر ۲۸مه په خپله اکس پاڼه د دغې پېښې په غندلو سره ویلي چې د لومړنیو څېړنو له مخې په دې پېښه کې داسې کړۍ لاس لري چې د ده په وینا، غواړي په سیمه کې بې‌ثباتي او بې‌باوري رامنځته کړي.

درې چیني وګړي د نومبر پر ۲۶مه، د تاجېکستان د ختلان ولایت په شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ کې ووژل شول.

د تاجېکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې دغه کارګران د هغو جنایتکارانو له خوا وژل شوي چې له افغانستان څخه ورغلي وو. خو وروسته تاجیک چارواکو وویل چې دا کسان د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي.

تر دې وروسته، د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د نومبر پر ۲۷مه په یوه اعلامیه کې وویل چې په تاجېکستان کې چیني وګړو باندې برید د افغانستان له خاورې د یوې بې‌پیلوټه الوتکې لخوا ترسره شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي همدارنګه د واشنګټن ډي‌سي په پېښه کې د امریکا د ملي ګارد په دوو سرتیرو د یو شکمن افغان د برید په اړه وویل چې دا پېښه په نړیوال کچه د ترهګرۍ د اندېښمنونکي بیارغونې د خطر زنګ دی؛ هغه موضوع چې په خبره یې نړیواله ټولنه باید ورته جدي پام وکړي او ورسره په ګډه د مبارزې هڅې لا پیاوړې کړي.

د سیاسي او امنیتي چارو یو شمېر افغان کا پوهان وايي، د طالبان حکومت کمزوری وضعیت د دې لامل ګرځېدلی، چې ان داشان بریدونو کې ښکېل هیوادونه هم دوی ملامته کړي.

د دوی له ډلې اسحاق اتمر، ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"زه فکر کوم د طالبانو د حکومت کمزوري وضعیت دا زمینه برابره کړې چې ان هغه هېوادونه چې په داشان ترورونو کې لاس لري، ملامتي پر طالبانو واچوي. زما شخصي برداشت دا دی چې دا د سیمې د هېوادونو لویې استخباراتي پروژې دي، داسې ښکاري چې دوی پخپله په ترورونو کې لاس لري، یا یې نورو ډلو ته فرصت او زمینه برابره کړې چې دا ډول اقدامات ترسره کړي."

د یادونې ده چې اسلام‌اباد په وار وار ادعا کړی چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دوی پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي او ډېر یې د افغانستان له خاورې پلانېږي او یا رهبري کېږي؛ هغه ادعا چې طالبان یې تل ردوي.

له پاکستان سربیره، د سیمې یو شمېر نور هېوادونه هم په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د حضور په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

خو د طالبان حکومت وايي، په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نشته او د دغه هیواد خاوره به هم د هیڅ هیواد پر ضد ونه کارول شي.