هند د جمعې په ورځ افغانستان ته ۷۳ ټنه درمل، واکسینونه او بشري مرستې ولېږلې.
هند دا مرسته څو ورځې وروسته له دې افغانستان ته ولېږله چې د افغانستان د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په پنځه ورځني سفر هند ته لاړ او د دغه هیواد له چارواکو سره یې د دوو هیوادونو پر سوداګري اړیکو خبرې وکړې.
د انډیاټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند له لوري ۷۳ ټنه درمل او بشري مرسته د جمعې په ورځ کابل ته ورسیده.
له دې جلا د هند (این ډي ټي وي) پرون راپور ورکړ چې د افغانستان او هند درمل جوړوونکو شرکتونو د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت موافقه لاسلیک کړه.
د افغانستان د روفي انترنشنل ګروپ او د هند د زیدوس لایف ساینس شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې پر اساس، هندي لوری به افغانستان ته د درملو د صادرولو ترڅنګ په افغانستان کې دایمي دفتر پرانیزي او هلته به درمل تولیدوي.