پاکستان وايي، له افغانستان سره یې اوربند نه ټینګېږي

پاکستان د جمعې په ورځ وویل چې له افغانستان سره اوربند «نه ټينګېږي» ځکه چې د ترهګرو ډلو بریدونه په پاکستان کې لا هم روان دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په اسلام اباد کې خبري کنفرانس ته وویل چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ اوربند د دودیز پوځي اوربند په معنا نه و، بلکې هدف یې دا و چې د پاکستان دننه د تروریستي بریدونو مخه ونیول شي.

ده زیاته کړه:

«له دې اوربنده وروسته هم لوی تروریستي بریدونه شوي دي. د دې معنا دا ده چې اوربند نه دی ټینګ شوی، ځکه د اوربند موخه دا وه چې د ټي ټي پي او هغو افغان اتباعو بریدونه ودرول شي چې له افغان خاورې څخه د پاکستان دننه بریدونه ترسره کوي.»

اندرابي دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان پر درو ولایتونو؛ خوست، کونړ او پکتیکا په بمبارۍ کې د ۹ ماشومانو په ګډون تر لسو ډېر کسان ووژل شول.

د طالبانو حکومت دا بمباري د پاکستان کار وباله او ویې ویل چې په مناسب وخت کې به مناسب ځواب ورکړي خو پاکستان وویل چې دوی بمباري نه ده کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی اندرابي وویل چې اسلام‌اباد د وروستیو تروریستي پېښو په رڼا کې، په ځانګړي ډول په پلازمېنه اسلام‌اباد او نورو برخو کې، «دې اوربند ته ډېره هیله نه لري.»