پاکستان وايي، د طالبانو حکومت د لارو د بندېدو مسوول دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د طالبانو حکومت د دوو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ د لارو د نه پرانیستل کېدو او د دوه‌ اړخیزې سوداګرۍ د ځنډ مسوول دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، د جمعې په ورځ په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې وویل چې اسلام‌اباد د کابل له لوري د ټي ټي پي په شمول د وسله‌ والو ډلو د دوامدار ملاتړ له امله له افغانستان سره خپلې لارې بندې کړي دي.

هغه زیاته کړه: "د پولې د پرانیستلو د ځنډ پړه د افغان طالبانو پر غاړه ده. همداراز، د ټاپي او کاسا زر په څېر پروژې هم د همدې ملاتړ له امله اغېزمنې شوې دي."

وروسته له دې چې طالبانو په کابل او پکتیکا کې د پاکستان د بریدونو په ځواب کې د اکتوبر په ۱۲مه، د پاکستان د پوځ پر ګڼو سرحدي پوستو بریدونه وکړل، پاکستان د تورخم او چمن په شمول له افغانستان سره د تګ راتګ ټولې لارې بندې کړې.

د لارو د بندېدو له کبله د پاکستان حکومت په وروستیو کې د سوداګرو له زیاتېدونکي فشار سره مخامخ شوی دی.

پرون د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د خپل هیواد د سوداګرو په قول راپور ورکړ چې د تورخم د لارې د بندېدو له کبله په راولپنډۍ او اسلام‌اباد کې عمده پلورنکي له ژور مالي بحران سره مخامخ شوي دي.

د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، په دواړو ښارونو کې لسګونو سترو او متوسطو عمده سوداګرو د لسګونو میلیون روپیو پانګه له لاسه ورکړې ده. یو شمېر هغه تجربه‌لرونکي او شتمن تاجران، چې تر دې مخکې د ښار له بریالیو سوداګرو شمېرل کېدل، اوس ادعا کوي چې د میلیونرۍ له سطحې د ټولو پانګو د بایللو حد ته نژدې شوي دي.