سوداګر وايي، د هوا له لارې به چین جلغوزې صادرې کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې وايي چې سږ کال د جلغوزو حاصلات د ښه دي او ټاکل شوې چې دا محصول د هوايي دهلیزونو له لارې چین ته صادر شي.

د دغو خونو د مشرتابه پلاوي غړي خانجان الکوزید پنجشنبې په ورځ (د نوومبر ۲۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې د جلغوزو د صادراتو د اسانتیا لپاره له افغان هوايي شرکتونو سره خبرې روانې دي.

د افغانستان د وچو میوو د صادرونکو د اتحادیې د معلوماتو له مخې، تمه کېږي چې یوازې خوست ولایت سږ کال شاوخوا ۲۰ زره ټنه جلغوزه تولید کړي، او د نورو ولایتونو مجموعي حاصلات ښايي ۳۵ زره ټنو ته ورسېږي.

د جلغوزو یو شمېر کاروباریانو هم سږني بازار او د صادراتو فرصتونه مثبت بللي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې، او پاکستان خپلې ترانزیتي لارې د افغانستان د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو پر مخ تړلې دي