تر نولس کلونو کم عمره افغان لوبډلې خپله سیاله هندۍ ډله ماته کړه

د افغانستان د نولس کلونو پخوانۍ لوبډله-ارشیف

د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره کرکټ لوبغاړو نن د هند تر نولس کلنو کم عمره لوبغاړو ته د یو اویا منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د پنځوسو اورونو دا لوبه د هند په بنګلور کې وشوه او لومړی بټنګ افغان لوبډلې وکړ، چې د یو سل او اته شپیتو منډو په جوړیدو یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د دې په ځواب کې د هند ټول لوبغاړي د اووه نوي منډو له جوړیدو سره وسوځیدل.

د افغانستان تیز توپ اچوونکي عبدالعزیز د هند شپږ لوبغاړي اوټ کړل، سلمان خان او وحیدالله ځدراڼ هر یوه دوې دوې ویکټې واخیستې.