درې اروپايي هېوادونو، بریتانیا، فرانسې او جرمني، د امریکا له متحده ایالاتو سره یوځای، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته یوه مسوده وړاندې کړې ده.
په دې مسوده کې غوښتنه شوې چې ایران د خپلو غني شویو یورانیمو د زیرمو لپاره مسوول وګڼل شي او څارونکو ته اجازه ورکړل شي چې په ایران کې د بمبارد شویو اټومي تاسیساتو لیدنه وکړي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې دا مسوده د سې شنبې په ورځ سپارل شوې ده او تمه ده چې نن تصویب شي.
دا مسوده وروسته تر دې وړاندې شوې ده چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تیره اونۍ غړیو هیوادو ته په یوه راپور کې ویلي و چې تهران د جون او جولای په میاشتو کې د اسراییل او متحده ایالاتو لخوا بمبار شوي اټومي تاسیساتو ته د پلټونکو د ورتګ مخه نیسي او د ایران د غني شویو یورانیمو د زیرمو د تفتیش چارې هم له اوږدې مودې راهیسې ځنډيدلې دي.