د شانګهای د غړیو هیوادو د چارواکو په غونډه کې د طالبانو استازیو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.
د راپورونو له مخې په دې غونډه کې پر اقتصادي، سیاسي او امنیتي مسایلو بحث کیږي.
دا دوه ورځنۍ غونډه پرون د روسیې په پلازمینه مسکو کې د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین پرانیسته. په دې غونډه کې د روسیې، چین، هند، پاکستان، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان، ازبکستان او بلاروس یوشمیر جګپوړیو چارواکو برخه اخیستې ده.
افغانستان له دوه زره دولسم کال راپه دې خوا د شانګهای د همکاریو د سازمان څارونکی غړی دی، خو د ماسکو په غونډه کې د طالبانو استازیو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.
روسیه یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی دی، خو د شانګهای د همکاریو د سازمان په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د طالبانو د استازیو د نه بللو په اړه تر اوسه مسکو څه نه دې ویلي.