د بشري حقونو د څار ډله: طالبان ممکن د استرالیا له نویو بندیزونو سره مخامخ شي

عکس له ارشیفه

د بشري حقونو د څار ډلې پرون (چهارشنبه، د نومبر ۱۲مه) په یوه بیان کې وویل چې دا بندیزونه په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو او نورو سرغړونکو سره د حساب ورکولو په لور مهم ګام دی.

دا بندیزونه که پلي شي، د اسټرالیا حکومت ته به دا توان ورکړي چې په افغانستان کې په هغو کسانو د سفر بندیزونه ولګوي چې د ښځو، نجونو او لږکیو په ځپلو کې ښکیل دي؛ یا په عمومي ډول په تاوتریخوالي کې لاس لري.

په استرالیا کې د بشري حقونو د څار مشرې ډینیلا ګاشون وویل چې دا د استرالیا د حکومت لپاره ډیره مهمه ده چې د طالبانو د هغو مشرانو پرضد اقدام وکړي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي.

نوموړې زیاته کړه چې د اسټرالیا حکومت باید د طالبانو په وړاندې د بهرني سیاست د یوې مهمې وسیلې په توګه کارنده بندیزونه ولګوي چې طالبان د جدي سرغړونو لپاره حساب ورکولو ته اړ کړي.