د امریکا د متحد ایالتونو استازیو جرګه نن هڅه کوي چې د کلنۍ بودیجې پر سر د واکمن او اپوزسیون ګوندونو د اختلاف له امله د بندو شویو حکومتي چارو غم وخوري او د امریکا په تاریخ کې دا اوږد بندیز پای ته ورسوي.
د حکومتي چارو د بندیدو له امله د فدرالي ادارې په سلګونو زره مامورینو ته معاش نه ورکول کیږي، د امریکا هوایي ترافیک ګډوډ شوی او له بیوزلو سره د مرستو چارې ټکنۍ شوې دي.
جمهوري غوښتونکي اوس مهال په استازیو جرګه کې دوه سوه نولس څوکۍ لري او اپوزسیون دوه سوه دیارلس. رویټرز اژانس لیکي، تمه ده چې جمهوري غوښتونکي به د ولسمشر ټرمپ د لایحې ملاتړ په یوه خوله وکړي.
په بودیجه کې د اختلاف اصلي ټکی د روغتیایي بیمې په برخه کې سبسایډي ورکول دي، ډیموکراتان د دې پلوي کوي چې دا سیستم دې ادامه پيدا کړي او واکمن ګوند تر ډيره مخالفت ورسره کوي.
دا لایحه د دوشنبې په ورځ په سنا کې وروسته له هغه تصویب شوه چې په سنا کې اته تنه ډموکراتانو هم رایي ور کړې. د دې لایحې له مخې بودیجه د جنوري تر دیرشمې تمدید شوه چې له دې سره دې ته لاره هواروي چې د فدرالي حکومت مامورینو معاشونه ترلاسه کړي او یوشمیر مهمې حکومتي چارې بیرته پيل شي.