خواجه اصف: که ترکیه او قطر ترې وغواړي دوی چمتو دي چې له طالبانو سره بیا خبرې وکړي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وایي، که ترکیه او قطر د منځګړیتوب وړاندیز وکړي، نو له طالبانو سره د خبرو اترو د بیا پیلولو امکان شته. هغه پاکستاني جیو نیوز ته ویلي ترکیه او قطر دواړه د پاکستان نږدې ملګري دي، او اسلام آباد له طالبانو سره د خبرو اترو د دوام لپاره د دوی غوښتنه "نه شي ردولی".

د ترکیې او قطر په منځګړیتوب د طالبانو او د پاکستان د حکومتونو د پلاوو ترمنځ تیره اونۍ په استانبول کې د خبرو دریم پړاو بې نتیجې پای ته ورسید.

د پاکستان دفاع وزیریو ورا بیا تور پورې کړچې د طالبانو پلاوي په دې خبرو کې په شفاهي ډول پرځینو مسایلو موافقه وکړه خو په لیکلي بڼه تضمین ورکولو ته چمتو نه و. هغه ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت "متحد نه دی"، او د دوی ترمنځ داخلي اختلافات دواړه خواوې موافقې ته له رسیدو را ګرځوي. د طالبانو حکومت بیا پراسلام آباد ورته تور پورې کړې او ویلي یې دي چې غوښتنې یې "غیرمنطقي او له حقایقو سره اړخ نه لګوي" او له بلې خوا "د پاکستان په پوځ کې ځینې کړۍ نه غواړي چې د دواړه لورو ترمنځ لانجه د خبرو اترو له لارې هواره شي."

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تیرماښام پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد نعیم په کابل کې د میشتو سفارتونو له مسولینو سره په غونډه کې ټینګاروکړچې که پاکستان په ښه نیت او د حقایقو پربنسټ خبرو اترو ته مخه کړي، نو دوی هم چمتو دي چې د ډیپلوماسۍ او متقابل تفاهم له لارې ستونزې حل کړي. د کابل او اسلام آباد ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا وروسته له هغې لا زیاته شوه چې پاکستان د اوکتوبر میاشتې په یولسمه پرکابل او پکتیکا هوایي بریدونه وکړل او طالبانو یې هم د ډیورند د کرښې په اوږدو کې پرپاکستاني امنیتي پوستو غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل چې دواړه لورو ته پکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.