د سوریې موقت ولسشمر احمد الشرع متحدو ایالاتو ته ورسید

د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع

د سوریې موقت ولسشمر احمد الشرع متحدوایالاتو ته رسیدلی او د دوشنبې په ورځ ولسمشر ډونالد ټرمپ سره ګوري.

د سوریې دولتي خبري اژانس راپور ورکړ چې د دغه هیواد ولسمشر احمد الشرع د شنبې په ورځ د یو تاریخي رسمي سفر لپاره متحده ایالاتو ته ورسید.

تردې یوه ورځ مخکې ، واشنګټن هغه د ترهګرۍ له تور لیست څخه لیرې کړ.

شرع، چې ځواکونو یې د تیر کال په وروستیو کې د بشار اسد رژیم نسکور کړ، ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

دا په ۱۹۴۶ کال کې د سوریې تر خپلواکۍ وروسته متحدو ایالاتو ته ددغه هیواد دیو ولسشمر لومړی دا ډول سفر دی.

دسوریې موقت مشر د می په میاشت کې منځني ختیځ ته د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر په جریان کې په ریاض کې د لومړي ځل لپاره له ټرمپ سره ولیدل.

د سوریې لپاره د امریکا استازي ټام باراک د روانې میاشتې په پیل کې وویل چې "هیله مند" دی چې شرع به د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې د متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوال ایتلاف کې د شاملیدو لپاره یو تړون لاسلیک کړي.

په سوریه کې یوې ډیپلوماتیکې سرچینې دفرانسې خبري اژانس ته وویل چې متحده ایالات پلان لري چې "د بشري مرستو همغږي کولو او د سوریې او اسراییل ترمنځ پرمختګونو څارلو لپاره" دمشق ته نږدې یوه پوځي اډه جوړه کړي.

لکه څنګه چې تمه کیده د امریکا بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ احمد الشرع د تور لیست څخه لیرې کړ.

د وزارت ویاند ټامي پیګوټ وویل چې د شرع حکومت د ورکو امریکایانو د موندلو او پاتې کیمیاوي وسلو له منځه وړلو لپاره د هلو ځلو په شمول امریکايي غوښتنې ترسره کوي.

ښاغلي پیګوټ له تور لیست څخه د شرع د نوم دلیرې کولو په توضیح کې زیاته کړه: "دا اقدامات د بشار الاسد له لیرې کیدو او د اسد درژیم لاندې د ۵۰ کلن ظلم زیاتي له ختمیدو وروسته د سوریې د مشرتابه لخوا د ښودل شوي پرمختګ د قدردانی لپاره ترسره کیږي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د امریکا له لیست څخه د احمدالشرع ایستل به "سیمه ایز امنیت او ثبات او همدارنګه د سوریې په مشرۍ او د سوریې په ملکیت کې یوه جامع سیاسي پروسه وهڅوي."

تمه کیږي چې شرع به د سوریې لپاره چې دغه هیواد د ۱۳ کلنې وحشتناکې کورنۍ جګړې وروسته د بیارغونې په برخه کې د پام وړ ننګونو سره مخ دی مالي مرستې وغواړي.