امریکايي او اسراییلي چارواکو وايي، په مکسیکو کې د اسراییل د سفیرې د وژلو دسیسه یې شنډه کړې

امریکایي او اسراییلي چارواکو ویلي چې د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندوی ځواک (سپاه پاسداران) د یوه پلان مخه نیول شوې ده چې هدف یې په مکسیکو کې د اسراییل د سفیرې وژنه وه.

اکسیوس ویبپاڼې د جمعې په ورځ، (د لړم په ۱۶مه) په یوه راپور کې لیکلي چې دا پلان د سپاه د قدس ځواکونو د یوې ځانګړې برخې له‌خوا، چې « ۱۱۰۰۰ټولی» نومېږي، جوړ شوی و — هماغه قطعه چې په تېرو میاشتو کې یې د اروپا او استرالیا په کچه د اسراییلي او یهودي هدفونو د برید پلانونه جوړ کړي وو.

د امریکایي چارواکو په وینا، دا عملیات د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې پیل شوي وو او د ۲۰۲۵ کال د لومړۍ نیمایي تر منځیو پورې روان وو. د دې پلان هدف د اسراییل سفیره عینات کرانتس نایګر وه، چې اوس مهال په مکسیکو کې د اسراییل د دولت استازې ده.

اکسیوس د خپلو سرچینو له قوله زیاتوي چې د پلان د عملي کولو مسوول د « ۱۱۰۰۰ټولي» یو مامور و، چې کلونه یې په وینزویلا کې د ایران په سفارت کې د ایران‌پلوو عناصرو د راجلبولو او روزنې چارې ترسره کړې وې، او وروسته تهران ته ستون شوی و.

امریکایي چارواکو د فرانسې او رویټرز خبري اژانسونو ته ویلي چې «دا پلان شنډ شوی او اوس هېڅ ډول ګواښ نه شته.»

د ملګرو ملتو په مرکز نیویارک کې د ایران دایمي استازولۍ تر اوسه په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.