د افغانستان د کرکټ تر نولس کلونو کشرې لوبډلې بنګله دېش ته ماته ورکړه

کرکټ؛ د اسيا جام کې د افغانستان د ۱۹کلنو ځوانانو لوبډله.

د افغانستان د کرکټ تر نولس کلونو کشرې لوبډلې د بنګله دېش تر نولس کلنې لوبډلې څخه د څلورو یو ورځنیو سیالیو لړۍ وګټله.

افغان لوبغاړو پرون (جمعه) په وروستۍ یا پنځمه پنځوس اوره سیالي کې د ۴۸ منډو په توپیر خپل بنګالي سیالان مات کړل.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې لړۍ لومړۍ مسابقه بنګله دېش وګټله، دوې سیالۍ د باران له کبله لغوه شوې خو دوې نورې افغانستان وګتلې.