په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هوا له لارې د سوداګريزو توکو په انتقال کې د اسانتیا خبر ورکوي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت اعلامیه وايي چې د دوی پرونۍ غونډه کې افغان اریانا هوايي شرکت ته لارښوونه وشوه چې وروسته لدې به فی کیلو صادراتي سوداګریز توکي په یوه ډالر او فی کیلو وارداتي سوداګریز توکي په اتیا سینټه انتقالوي.
دغه راز د ترانسپورت او هوايي چلند وزارتونو ته لارښوونه شوې چې د اریانا شرکت لپاره خپلو فیسونو کې ۹۰ سلنه تخفیف ومني.
اریانا شرکت ته دا لارښوونه هم شوې چې یوه کارګو یا بار وړونکې الوتکه وپیري.
د طالبانو حکومت دغه اقدام په داسې مهال کوي چې د پاکستان له لارې سوداګري چې له مودو راهیسې ستونزمنه وه د دواړو خواوو ترمینځ له وروستیو نښتو وروسته یو مخ دریدلې ده.
افغان سوداګرو د بدیلو لارو په لټه کې منځني اسیا او د ایران د چابهار بندر لور ته مخه کړې.