افغان محصلین پاکستان کې د ویزو د نویو مقرراتو څخه سرټکوي

اسلام اباد کې د افغان محصلینو د فراغت یوه لمانځنه ، آرشیف

د افغان محصلینو نړیوالې ټولنې د پاکستان لخوا د دغو محصلینو لپاره د ویزې ورکولو په پروسه کې د نوي بدلون په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

دې ټولنې د اکتوبر په ۳۱مه د جمعې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه، چې پکې ویل شوي چې د پاکستان حکومت د افغان محصلینو لپاره د ویزو ورکولو په اړه خپل مقررات بدل کړې دي او ګڼ شمېر افغان محصلین له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې د ویزو په تمه دي.

د افغان محصلینو د نړیوالې ټولنې په وینا، د نوې پالیسۍ له مخې، افغان محصلین باید د یو پاکستانی کفیل الیکترونیکي هویت کارټ وړاندې کړي .

د افغان محصلینو نړیوالې ټولنې زیاته کړه چې افغان محصلین لا دمخه د حکومت د سکالرشپ پروګرامونو لخوا سکرین شوي او منل شوي دي او د پاکستاني کفیل یا سپانسر درلودل غیر ضروري خنډونه رامینځته کوي.

دې ټولنې د پوهاوي لوړولو او ړ ډیپلوماتیکې او بشري پاملرنې راجلبولو لپاره د نړیوال کمپاین د پیل اعلان هم وکړ، او ویې ویل چې تر اوسه پورې د افغان زده کونکو د ستونزې د حل لپاره د دوی هڅې بې پایلې دي.

دا په داسې وخت کې راځي چې پاکستان په دې وروستیو کې د پولو په اوږدو کې د پاکستاني سرتیرو او افغان طالبانو ترمنځ د نښتو له امله له افغانستان سره خپلې ټولې پولې تړلي، او دې عمل د دواړو هیوادونو ترمینځ د تګ راتګ او سوداګري لپاره ډیرې ستونزې رامینځته کړې دي.