روسیې تېره شپه پر اوکراین د بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي

د روسیې هوايي بریدونو د اوکراین په پلازمېنه کییف کې لږ تر لږه دوه تنه وژلي دي.

د کییف ښار یوه چارواکي تیمور تکاچنکو نن (چهارشنبې) وویل چې دا بریدونه د اوکراین د برېښنايي زېربنا پر ضد وو.

تکاچنکو په خپل ټیلیګرام کې ولیکل:

«د پلازمېنې د قربانیانو شمېر دوو تنو ته رسېدلی»،

په داسې حال کې چې نورو چارواکو هم د بې‌پیلوټه الوتکو د پراخو بریدونو خبر ورکړی دی.

د اوکراین د انرژۍ وزیرې، سویت‌لانا ګرینچوک، په فیسبوک کې تایید کړه چې روسیې تېره شپه د اوکراین د انرژۍ پر اساسي تأسیساتو ستر بریدونه کړي دي.

د کییف ښاروال، ویتالي کلیچکو، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د چهارشنبې په سهار وختي پر پلازمېنې د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي، چې له امله یې یو شمېر کسان ټپیان شوي او د استوګنې ودانیو ته زیان رسېدلی دی.

اوکرایني چارواکو همداراز ویلي چې د زاپوریژیا په ګډون لږ تر لږه په درې نورو ولایتونو کې ورته بریدونه شوي، چې له امله یې یو شمېر کسان ټپیان شوي او برېښنا پرچاو شوې ده.

دا بریدونه په داسې وخت شوي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مسکو او کییف دواړو څخه غوښتي چې د اوسنیو کرښو په اوږدو کې جګړه ودروي.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې له ولادیمیر پوتین سره یې د بوداپست پلان شوې لیدنه لغوه کړې، ځکه نه یې غوښتل چې په داسي ناسته کې برخه واخلي چې نتیجه نه لري.