قطر د افغانستان لپاره سفیر وټاکه

د قطر امیر، د افغانستان لپاره د خپل هېواد نوی فوق‌العاده او باصلاحیته سفير ټاکلی دی.

د قطر د امير، شيخ تميم بن حمد الثاني، د رسمي اعلاميې له مخې، چې د سې‌شنبې په ورځ خپره شوه، ميردف القاشوطي، چې دا مهال په کابل کې د قطر د سفارت يو لوړپوړی ديپلومات دی، له ۱۷ کلونو څخه زياته ديپلوماتيکه تجربه لري.

نوموړي په ۲۰۰۸ کال کې د قطر له بهرنيو چارو وزارت سره خپله دنده پيل کړه او له هغه وروسته يې په باکو، اوټاوا، بروکسل، او دوحه کې مهمې دندې ترسره کړې دي، چې د دوه اړخيزو او څو اړخيزو ډيپلوماتيکو چارو په برخه کې پراخه تجربه لري.

القاشوطي د متحدو ايالتونو او طالبانو ترمنځ په هغو خبرو اترو کحې هم ښکېل و چې په پایله کې یې د دوحې تړون لاسلیک شو.

هغه د سيمه‌ييزو منځګړيتوبونو او شخړو د حل په هڅو کې هم فعاله برخه لرلې ده.

تر دې وړاندې قطر په افغانستان کې سفر نه درلود.

القاشوطي په داسې وخت کې ټاکل شوی چې قطر لا هم د افغانستان د طالبانو له حکومت سره د ديپلوماتيکو اړيکو، بشري مرستو، سياسي خبرو اترو، او سيمه‌ييز ثبات په برخه کې محوري رول لوبوي.