د پاکستان پلاوی د امنیت او سوداګرۍ په اړه د خبرو لپاره کابل ته ځي

کابل ښار

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د اسلام‌اباد يو جګپوړی پلاوی نن (سې شنبې) کابل ته ځي، چې د امنیت، سوداګرۍ او له طالبانو سره د تازه اوربند د هوکړې په اړه خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې پاکستانی پلاوی د اوربند د عملي کېدو څرنګوالي، د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ په لاره کې خنډونه، او د "يو سندي نظام" (One Document Regime) موضوع هم وڅېړي — هغه ميکانيزم چې هدف یې د تورخم او سپین بولدک په شمول د ډیورند کرښې په اوږدو کې د تګ راتګ په لارو کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.

تراوسه څرګنده نه ده چې کابل ته د پاکستان په تلونکي پلاوي کې به د دغه هیواد کوم چارواکي ګډون ولري.

که څه هم پاکستاني چارواکي وايي چې دا سفر له پخوا پلان شوی و، خو د سفر مهالویش دا اټکلونه زيات کړي چې دا به د دواړو لوريو ترمنځ د نازک اوربند د پياوړتيا او د سوداګريزو او امنيتي اړيکو د بيا رغاونې هڅه وي.

د دواړو خواوو ترمنځ د ترینګلتیا په اوج کې پاکستاني پلاوي غوښتل کابل ته لاړ شي خو راپورونه وايي چې هغه مهال طالبانو د هغوی له سفر سره موافقه ونه کړه.

دا سفر وروسته له هغه ترسره کېږي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شنبې په ماښام په دوحه کې د اوربند موافقه لاسليک شوه. دا هوکړه د قطر او ترکيې په منځګړيتوب وشوه. او وټاکل شوه چې دواړه خواوې بل پړاو خبرې د روان اکتوبر په ۲۵ مه؛ یعني د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ په استانبول کې وکړي.