د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د لا زياتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
دې ادارې د دوشنبې په ورځ وويل چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه په چټکۍ سره لوړېږي. خو له دې سره سره، د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د بودجې د کمښت له امله يوازې د اړو خلکو له يوې کوچنۍ برخې سره د مرستې توان لري.
دې ادارې، په یوه پیغام کې، چې پر خپله اېکسپاڼه (پخوانی ټوېټر) کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د ژمي له رسېدو وړاندې د افغانستان د اړمنو خلکو د مرستې لپاره عاجل اقدام وکړي.
تر دې وړاندې، د خوړو نړيوال پروګرام د روان کال د حمل (وري) په مياشت کې ويلي و چې په هرو ۱۰ ثانیو کې يو افغان ماشوم د خوارځواکۍ ښکار کېږي.
د دې ادارې د وړاندوينې له مخې، د روان کال تر پايه به ۳.۵ ميليونه افغان ماشومان د سوې تغذيې له جدي خطر سره مخامخ وي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان په اوسني بحران کې د لسيزو جګړې، پرلهپسې وچکالۍ، د خوراکي توکو د بيې لوړېدا، او د پاکو اوبو محدود لاسرسی د خوارځواکۍ او لوږې د زياتېدو بنسټيز عوامل دي.