د پاکستان د روغتيا وزارت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) يوه نوې پېښه ثبت شوې ده.
وزارت پرون (دوشنبې) وویل، دا ماشوم ۱۲ مياشتنی دی او د خيبر پښتونخوا اوسېدونکی دی. د دې تازه پېښې له ثبتېدو سره، يوازې په خيبر پښتونخوا کې د پولیو د ناروغانو شمېر ۱۹ تنو ته رسېدلی، او په روان ۲۰۲۵ کال کې تر اوسه په ټوله پاکستان کې ۳۰ پېښې ثبت شوې دي.
د ماشومانو ګوزڼ يا پولیو يوه ويروسي ناروغي ده چې تر ډېره ماشومان پرې اخته کېږي. دا ويروس د خولې له لارې بدن ته ننوځي او د عصبي سيستم پر فعاليت اغېز کوي.
افغانستان او پاکستان هغه دوه هیوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس پکې محوه شوي نه دي.
تېره اوونۍ د افغانستان په کندهار او هلمند ولایتونو کې د پولیسو ۳ پېښې ثبت شوې.
سږ کال تر دې دمه په افغانستان کې د پولیو ۲۲ پېښې شوي او دا په داسي حال کې ده چې په پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پولیو ۲۸ پېښې ثبت شوي دي.
په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.