ټرمپ: که حماس پر اوربند عمل ونه کړي، محوه به شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۹مه / د ميزان ۲۸مه) وويل، چې ده حماس سختدریځې ډلې ته يو فرصت ورکړی څو له اسراییل سره د اوربند له موافقې سره سم عمل وکړي، خو دا یې هم په کلکه ټينګار وکړ چې که دا ډله په عمل کې ځنډ وکړي، نو «ريښه به يې له منځه يووړل شي».

ټرمپ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د اسټرالیا له صدراعظم انټوني البانېزي سره له کتنې ورروسته خبريالانو ته وکړې او ویې ویل:

«حماس ډېر ظالمانه چلند کړی، خو په حقیقت کې نور د ايران او د بل هیچا ملاتړ نه لري. هغوی بايد ښه چلند وکړي، او که ښه چلند ونه کړي، بېخ به یې وایستل شي.»

ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د هغه دوو لوړپوړو استازو — سټيف ویتکاف او جېرد کوشنر — د دوشنبې په ورځ له اسرائيلي صدراعظم بنيامين نتنياهو سره وليدل.

د امریکا مرستیال ولسمشر جې. ډي. ونس هم ټاکل شوې چې له نن سې شنبې تر پنجشنبې پورې اسرائيل ته سفر وکړي.

ټرمپ ټينګار وکړ چې د امریکا ځواکونه به د حماس پر ضد په جګړه کې مستقيم ګډون ونه کړي او زياته يې کړه چې څو هېوادونو موافقه کړې چې د غزې د ثبات لپاره د يوه ګډ نړيوال ځواک په چوکاټ کې برخه واخلي.