د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ (د میزان ۲۲مه /د اکتوبر ۱۴مه) اعلان وکړ چې که حماس سختدریځه ډله وسلې پر ځمکه کښېنږدي، نو متحد ایالتونه به دا کار په خپله وکړي.
ټرمپ دا څرګندونې یو ورځ وروسته له هغې وکړې چې هغه اسرائیل او بیا مصر ته د غزې د اوربند د هوکړې د لاسلیک لپاره سفر وکړ.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د ارجنټاین له ولسمشر سره د لیدنې پر مهال وویل:
«که حماس بې وسلې نه شي، موږ به هغوی بېوسلې کړو، دا به ډېر ژر او کېدای شي په زور ترسره شي.»
هغه زیاته کړه: «ما له حماس سره خبرې وکړې او ورته ومې ویل: تاسو باید بېوسلې شئ. هغوی وویل: هو، موږ به بېوسلې شو.»
د امریکا ولسمشر څرګنده کړه چې دا پیغام یې دې ډلې ته د خپلو «استازو له لارې» رسولی، نه د مستقیم تماس له لارې.
ټرمپ دا هم روښانه نه کړه چې د حماس د بېوسلې کولو په پروسه کې به څوک برخه ولري، یا دا چې ایا امریکایي ځواکونه به پکې شامل وي که نه.
متحد ایالتونه او اروپایي اتحادیه حماس یوه ترهګره ډله ګڼي.