د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (TIKA) د افغانستان د کرنې د سکتور د پیاوړتیا لپاره یوه عصري سړه خونه، چې د ۳۰۰ ټنه مېوې یا سبزیو د ساتنې ظرفیت لري، په پکتیا ولایت کې جوړه کړه.
د ترکیې د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هیواد د همکارۍ او همږغۍ ادارې پرون (سې شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د دې سړې خونې په پرانستونکې غونډه کې په کابل کې د ترکیې د همکارۍ او همږغۍ ادارې ريیس اکین اردوغان وویل، د افغانستان د خلکو ډېری برخه په کرنه او مالدارۍ پورې تړلې ده، نو ځکه دا دواړه برخې د پرمختیایي پروژو په لومړیتوبونو کې ځای لري.
د اوږدې مودې د زېرمتون د زیربناوو د نشتوالي له امله، بزګرانو نه شوای کولای خپل حاصلات په مناسبو شرایطو کې وساتي، چې له امله یې د محصولاتو تاوان او د عوایدو کمښت رامنځته شوی و.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، دغه تاسیسات چې د عصري ټکنالوژۍ په وسایلو سمبال دي، د مېوو او سبزیجاتو — په ځانګړي ډول مڼو — د غذایي ارزښت د اوږدې مودې لپاره د ساتلو زمینه برابروي. دا کار به تولیدوونکو ته دا چانس ورکړي چې خپل محصولات په ښه کیفیت او د لوړو بیو په بدل کې بازارونو ته وړاندې کړي.