د افغانستان په ۳ ختیځو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین پیلیږي

راتلونکې اوونۍ د افغانستان د ختیځ په کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې د پولیو پر ضد د واکسیناسیون کمپاین پیلېږي.

«له پولیو څخه ازاد افغانستان» د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پولیو پر ضد د واکسین نوی پړاو به راتلونکې اوونۍ د یادو ولایتونو —په بېلابېلو ولسوالیو کې پیل شي.

له پولیو څخه ازاد افغانستان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې کمپاین په ترڅ کې به تر پنځه کلونو کشر لسګونه زره ماشومان واکسین شي.

د واکسین دا لړۍ به هم د ستنې له لارې (تزریقي) او هم د خولې له لارې (خوراکي) دواړه ډولونه ولري، تر څو د ماشومانو معافیت د پولیو ویروس پر وړاندې پیاوړی شي

په افغانستان او پاکستان کې لا هم د پولیو ویروس له منځه نه دي تللي.

چارواکو ویلي چې د روغتیا ټیمونه به کور په کور وګرځي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې هېڅ ماشوم بې واکسینه پاتې نه شي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې لرې دي او ورتګ ورته ستونزمن دی.

یاد بنسټ ټینګار کړی چې دا هڅه د افغانستان د عامې روغتیا د پیاوړتیا او د پولیو د بشپړې له‌منځه وړنې د دوامدارو هڅو یوه برخه ده.