طالبان به ډېر ژر هند ته خپل ډيپلوماتان ولېږي

د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي د جمعې په ورځ په نوي ډیلي کې وویل چې کابل به ډېر ژر د هند لپاره خپل ډیپلوماتان واستوي، د هغه په وینا دا به د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په موخه د «پړاو په پړاو هڅو» یوه برخه وي.

متقي ټینګار وکړ چې طالبان به هېیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.

متقي چې د پنجشنبې په ورځ په یو اوونیز رسمي سفر نوي‌ډیلي ته رسېدلی، په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لومړنی جګپوړی طالب چارواکی دی چې هند ته سفر کوي. هند لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

هغه د هند له بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جې شنکر سره له مفصلو خبرو وروسته، له یو شمېر خبریالانو سره په ناسته کې د هند له سوداګرو وغوښتل چې د افغانستان د کانونو، معدني موادو او انرژۍ په سکتورونو کې پانګونه وکړي.