د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې وړمه شپه د دې ولسوالۍ پر مرغۍ بازار د پاکستان په هوايي برید کې خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د سیمې دوو اوسېدونکو د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان د جنګي الوتکو په برید کې لږترلږه ۱۶ دوکانونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او د هغو مالکانو ته یې مالي تاوانونه اړولي دي.
پرون د طالبانو دفاع وزارت هم په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه بیان کې تایید کړه چې د پاکستان الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالي پر مرغۍ بازار بمباري کړې او هغه یې د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه وبلله.