تمه کیږي چې د غزې لپاره د امریکا د ولسمشرډونالډ ټرمپ د طرحې پرلومړي پړاو موافقه به نن پنجشنبې د اسراییل په سیمه ییز وخت د غرمې په دولسو بجو لاسلیک شي. دا خبره نن پنجشنبې د دې موافقې له جزیاتو یوې باخبره سرچینې رویترز خبري آژانس ته کړې ده.
دغې سرچینې همدارنګه ویلي چې تمه کیږي چې د دغې موافقې ترلاسلیک وروسته په غزه کې اوربند نافذ شي.
اسراییل او حماس ویلي چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشرټرمپ د طرحې پرلومړي پړاو یې سلاکړې ده. د دغې هوکړې له مخې به په سیمه کې اوربند ټینګیږي، حماس به یرغمل آزادوي او اسراییل به یې په بدل کې فلسطیني بندیان خوشې کوي.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې نن پنجشنبې د کابینې غونډه را غواړي چې شوې موافقه تایید کړي.
په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د دغه مهم پرمختګ اعلان داسې مهال کیږي چې وړمه ورځ د اوکتوبر اومه پراسراییل د حماس د برید او په وړاندې یې د اسراییل د جګړې د پیل دوه کاله پوره شول. د هغې جګړې چې د غزې د روغتیایي چارواکو په وینا په نتیجه کې یې له ۶۷ زرو زیات کسان وژل شوي او د غزې ډیره برخه په کنډواله بدله شوې ده. اسراییل پرغزې برید وروسته له هغې پیل کړچې پراسراییل د حماس په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شاوخوا دوه نیم سوه نور حماس یرغمل کړل.