د ملګروملتونو سرمنشي د اسراییل او حماس ترمنځ د هوکړې هرکلی وکړ

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش د هغې هوکړې هرکلی وکړچې د غزې لپاره د ولسمشرډونالډ ټرمپ د طرحې پر لومړي پړاو اسراییل او حماس دواړو موافقه کړې ده. ګوتیرش په یوه بیان کې له ټولو اړخونو وغوښتل چې په بشپړډول د دغې موافقې شرطونو ته ژمن پاتې شي. د ملګرملتونو سرمنشي همدارنګه ویلي چې "ټول یرغمل شوي کسان باید په باعزته توګه خوشې شي، یودایمي اوربند باید تضمین شي، جګړه باید له یوې مخې د تل لپاره ودرول شي."

هغه ټینګاروکړچې جګړه ځپلې غزې ته د بشري مرستو سمدستي بې ځنډه ننوتل باید ډاډمن شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشرډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په مصرکې د روانو خبرو په نتیجه کې اسراییل او حماس د ده د سولې د طرحې پر لومړي پړاو سلا کړې ده.

حماس تایید کړه چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له اسراییل سره یوې موافقې ته رسیدلی دی. د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو هم ویلي چې نن پنجشنبې د کابینې غونډه را غواړي چې شوې موافقه تایید کړي.