ځینې افغانان وايي، د ټولنیزو شبکو په لیدلو کې ورته ستونزې پیدا شوي

په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو ازادي راډیو ته ویلي چې ټولنیزې شبکې، په ځانګړي ډول «انستاګرام» د پخوا په شان په اسانه نه شي لیدلی.

دوی زیاتوي چې د سې شنبې له ماښامه پرته له وي پي این VPN پرته خپلو ټولنیزو شبکو ته داخلېدای نه شي، او نه هم «انستاګرام» او «سنیپ‌چټ» پرانستلی شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د ټولنیزو شبکو د بندېدو یا محدودېدو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

خو له دې وړاندې د افغانستان په کچه د دوو ورځو لپاره انټرنېټ بشپړ پرچاو شوی و، او تازه راپورونه ښيي چې په کندهار ولایت کې د نوري فایبر انټرنېټ شبکه هم له خنډ سره مخامخ شوې ده.