د امریکا حکومتي چارې د بودجې پر سر د احتلاف له کبله په ټپه ودرېدې

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومتي چارې له نن چهارشنبې څخه (د تلې نهمې، د سپتمبر ۳۰) وروسته له هغې وتړل شوې چې په کانګریس کې جمهوريپالو او دیموکراتو استازو د نوي مالي کال پر بودیجې موافقه ونه کړه.

تمه کېږي نژدې ۷۵۰ زره فدرالي کارکوونکي په اجباري رخصت واستول شي او ځینې ښایي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا له دندو لرې کړل شي.

ډېرې ادارې ښايي د تل لپاره وتړل شي، ځکه ټرمپ ژمنه کړې چې د غچ په توګه به یو شمېر کارکوونکي د تل لپاره له دندو ګوښه کړي.

ګومان کېږي چې د کارکوونکو د لرې کولو پروګرام یې په بشپړ سرعت پرمخ ولاړ شي، په داسې حال کې چې د ښوونې، چاپېریال او نورو خدمتونو برخې له ستونزو سره مخامخ شي. شنونکي وړاندوینه کوي چې اقتصادي اغېزې به یې د ټول هېواد په کچه خپرې شي.

ټرمپ د بودیجې د موافقې د ضرب‌الاجل د وخت تر پوره کېدو وړاندې په سپینه ماڼۍ کې وویل: «موږ نه غواړو حکومت وتړل شي».

خو هغه د کانګرس د دیموکراتانو غړیو ته خبرداری ورکړ چې که د فدرالي حکومت وتړل شي، نو د هغه حکومت ته به اجازه ورکړي چې «داسي اقدامات وکړي چې بیرته راګرځول کېدای نه شي» لکه د هغوی د مهمو پروګرامونو تړل.

هغه د خپلو احتمالي اقداماتو په اړه وضاحت ورنه کړ، خو په دې وروستیو کې یې د لا ډېرو فدرالي کارکوونکو د کمولو د احتمال یادونه کړې وه.