ګروسي: ایران د اټومي وسلو ترکچې د یورانیموغني کولو ته یوازې څو اونۍ وخت لري

د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې مشر رافایل ګروسي خبرداری ورکړی چې ایران د اټومي وسلو ترکچې د یورانیموغني کولو ته یوازې څو اونۍ وخت لري.

ګروسي د سې شنبې په ورځ ټایمز ورځپاڼې ته وویل، سره له دې چې په جون میاشت کې د اسراییلو او امریکا هوايي بریدونو د فردو په ګډون د ایران مهم اټومي تاسیسات په نښه کړل، خو د سانتریفیوژونو یوه برخه یې روغه پاتې شوې او تهران لاهم د یورانیمو د غني کولو د پروګرام د رغولو وړتیا لري.

هغه وویل، ایران تر اوسه د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې ته د خپلو شپیته سلنه غني شویو یورانیمو زیرمو ته د لاسرسي اجازه نده ورکړې، هغه چې د ده په خبره په چټکۍ تر نوي سلنه پورې غني کیدای شي.

ایران په کراتو کراتو ټینګار کړی چې د اټومي وسلو د پراختیا پلان نلري او اټومي پروګرام یې"سوله ایز" دی.