د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د روسیې له لورې د اوکراین د سولې د بهیر ځنډول د دې سبب شول چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مسکو په وړاندې خپل دریځ بدل کړي.
مارکو روبیو د سې شنبې په ورځ په نیویارک کې وویل چې ولسمشر ټرمپ د خبرو له لارې د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو لپاره صبر وکړ، خو دا جګړه د دې په ځای چې ودریږي، داسې ښکارې چې په زیاتیدو ده او اوس د روسیې د ګاونډیو هیوادو پر فضا ډرون او جنګي الوتکې ګرځي.
روبیو پر مسکو د احتمالي اقتصادي بندیزونو د لګیدو خبرداری ورکړ او ویې ویل چې واشنګتن کولی شي چې کیف ته نورې وسلې ورکړي.
د ښاغلي روبیو تر دې څرګندونو مخکې ولسمشر ټرمپ پرون وویل چې د ناټو غړي هیوادونه باید هغه روسیي جنګي الوتکي وغورځوي چې د دوی پر فضا تیریږي او اوکراین د اروپایي متحدانو په مرسته کولی شي چې له روسیې څخه خپلې ټولې نیول شوې سیمې بیرته ونیسي.