په زرګونو افغانان له پاکستان او ایرانه په یوه ورځ افغانستان ته ستنیدلي

افغانستان ته له ګاونډیو هیوادو یوشمیر ستنیدلي کډوال-ارشیف

د طالبانو حکومت وايي چې یوازې د دوشنبې په ورځ له لس زرو ډیر افغان کډوال چې له ایران او پاکستانه په زور ایستل شوي وو، افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد دفتر نن( سې شنبه) په یوه بیان کې وویل چې له له نهه زره پنځه سوه ډیر کډوال له پاکستانه او نژدې څوارلس سوه له ایرانه ستنیدلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په وینا، د کال له پیل راهیسې له شپږ لکه دوه شپیته زره څخه ډیر افغانان له پاکستانه، افغانستان ته تللي دي.

همداراز د کال له پيله ایران د شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوالو د مهاجرت کارتونه باطل کړي او له خپلې خاورې یې د نژدې دوه میلیونه افغانانو د ایستلو بهیر پيل کړی دی.

طالبانو د جولای په دیرشمه ویلي و چې د کال په لومړیو دریو میاشتو کې یو میلیون او اته لکه افغانان له ایرانه اخراج شوې دي.