د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره( یونیسف) وایي، د افغانستان راتلونکې په تعلیم ولاړه ده او طالبان باید له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
د یونیسف د ماشومانو د حفاظت د برخې مشرې سین ګوپتا نن ( د سپتمبر ۲۳ مه) وویل چې ښوونځي هم د زده کړې لپاره مهم دي او هم د دې لپاره د ښوونځیو پرانیستل مهم دي چې په کم عمر نجونې واده نه شي.
یونیسف او د بشري حقونو ډلو تر دې مخکې هم د تیرو څلورو کلونو په ترڅ کې پر طالبانو غږ کړی دی چې له شپږ ټولګي ورپورته ښوونځي پرانیزي، خو طالبانو دا غوښتنه نه ده منلې او په افغانستان کې د دې بندیز له امله په میلیونونو نجونې له شپږم ټولګي ورپورته له زده کړو پاتې شوې دي.