پزشکیان له ټرمپ سره د احتمالي کتنې امکان ردکړ

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د احتمالي لیدنې کتنې امکان رد کړی او ویلي یې دي چې له داسې چا سره خبرې نه شي کولی چې یوازې د زور په ژبه غږیږي.

پزشکیان دا څرګندونې نن د ملګرو ملتونو په اتیایمه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تر تګ مخکې وکړې.

د ایرنا خبرې اژانس په وینا، امریکا د پزشکیان ماشومانو، د هغه زوم او د رسنیو اکثر غړیو ته ویزې نه دې ورکړي او یوازې یې د ایران ولسمشر او څو نورو کسانو ته اجازه ورکړې ده چې امریکا ته داخل شي.

سږکال د جون په میاشت کې د اسراییل او ایران د جګړې په ترڅ کې امریکایي الوتکو د ایران پر اټومي تاسیساتو بمباري وکړه چې له دې سره په وروستیو کلونو کې د تهران او واشنګتن کړکیچن اړیکي تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلي دي.