روزا اوتونبایووا: د افغانستان وضعیت لاهم خراب دی

روزا اوتونبایووا

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما د دفتر مشره روزا اوتونبایووا وایي، په داسې حال کې چې افغانستان واک ته د طالبانو له بیا رسیدو وروسته د شخړو د نسبي کمیدو شاهد دی خو د دې په خبره په دې هیواد کې بشري وضعیت، اقتصادي او د بشري حقوقو وضعیت د پام وړخراب شوی دی. د ملګروملتونو د خبري سایټ UN News د چهارشنبې د ورځې د راپورله مخې میرمن اوتونبایووا دغه څرګندونې د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته وکړې.

هغې ټینګار وکړچې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو تګلارې بیخي واضح دي او د دوی د همدې سختو تګلارو او محدودیتونو له امله یو نسل له جدي خطرسره مخامخ دی. د دې په ټکو دغه وضعیت کولای شي اوږدمهاله ډیرزیانونه دې هیواد ته واړوي. UN Newsد نړیوال بانک په حواله وایي چې د طالبانو ترواک لاندې افغانستان کې له شپږم ټولګې پورته د نجونو پرزده کړو بندیز په کال کې افغانستان ته شاوخوا ۱،۴ ملیارډ ډالره اقتصادي زیان رسوي.

د طالبانو د واکمنۍ څه باندې څلورکاله پوره شوي خو پرښځو او نجونو د سختو محدودیتونو او د بشري حقونو د ځینو نورو سرغړونو په خاطریې حکومت تراوسه نړیوال مشروعیت ندی خپل کړی.