طالبانو د مخدر موادو په تړاو د امریکا د ولسمشر څرګندونې رد کړې

د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت

طالبانو په افغانستان کې د مخدر موادو پرضد د مبارزې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې رد کړې چې د دوشنبې په ورځ سپنې ماڼۍ خپرې کړې. په دې څرګندونو کې راغلې دي چې د طالبانو ځیني غړي د مخدر مواد له سوداګرۍ څخه ګټه پورته کوي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت په خپل غږ په یوه پيِغام کې چې پرون یې خپور کړ، ویلي دي چې امریکا د افغانستان له واقعیتونو ناخبره ده او د مخدر موادو پرضد د دوی د جدي مبارزې له امله اوس افغانستان له مخدر موادو پاک شوی دی.

ملګرو ملتو د تیر میلادي کال په وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت نولس فیصده او د تریاکو تولید دیرش په سلو کې د وړم کال په پرتله زیات شوی دی.