د امریکا د بهرنیو چارو وزیر قطر ته تللی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن دوحې ته ولاړ. مارکو روبیو قطر ته تر تګ مخکې له دغه هیواده وغوښتل چې د غزې په مساله کې د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي.

روبیو د تل ابیب د بن ګوریون له هوايي ډګر څخه دوحې ته د الوتنې پر مهال خبریالانو ته وویل، موږ به له قطر څخه وغواړو چې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او پریکړه د دوی په لاس کې ده چې د تیرې اونۍ تر برید وروسته غواړي چې داسې څه وکړي که نه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، قطر د نړۍ هغه هیواد دی چې همدا صلاحیت لري چې روغې جوړې ته لاره هواره کړي.

روبیو یوه ورځ وروسته تر دې قطر ته ورسید چې په پلازمینه دوحه کې د عربي-اسلامي هیوادونو په سرمشریزه کې پر دوحه د اسراییل برید وغندل شو.

په قطر کې د اسراییل د تیرې اونۍ د برید په ترڅ کې د حماس ډلې پنځه غړي ووژل شول.