د مهاجرت نړیوال سازمان( ای او ایم) له نړیوالې ټولنې د شپاړس اعشاریه اته میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلیو د استوګنې غم وخوري.
( ای او ایم) په یوه بیان کې چې د جمعې په ورځ له رسنیو سره شریک شو ویلي دي چې په دې پیسو به دوی په کونړ کې یولک او څلور دیرش زره کسانو ته اضطراري سرپناه او روغتیایي خدمات چمتو کړي.
د مهاجرت د نړیوال سازمان مرستیال اوګوچي دانیلز ویلي دي چې د زلزلې له امله ګڼو کورنیو د افغانستان په ختیځ کې هرڅه له لاسه ورکړې دي او په ډاګونو کې له سرپناه پرته ویدیږي.
د مهاجرت نړیوال سازمان خبرداری ورکړی دی که دا مرستې ژر تر ژره ونه شي ژمی رارسیږي نو ښایي د زلزله ځپلیو وضعیت ډیر پسې خراب شي.
د افغانستان په ختیځ کې د اګست د یو دیرشمې نیټې د زلزلې له امله د وروستیو شمیرو له مخې دوه زره دوه سوه پنځه کسه وژل شوي او نژدې څلور زره نور ټپیان شوې دي.