د غلام خان د بندر لار پرانیستل شوه

غلام خان بندر-ارشیف

د غلام خان بندر لاره چې نژدې یوه نیم میاشت د پاکستان له لورې بنده شوې وه، پرون د بار وړونکو موټر پرمخ پرانیستل شوه.

په خوست کې د طالبانو چارواکو د جمعې په ورځ د دې لارې د بیا پرانیستو خبر ورکړ، خو په دې برخه کې یې نور جزییات نه دې ورکړي چې ولې پاکستان دا لاره بنده کړې وه او څرنګه بیرته پرانیستل شوه.

د غلام خان بندر له بندیدو سره د راپورونو له مخې په تیرو شپږو اونیو کې په خوست او پکتیکا کې د خوراکي موادو بیې لوړې شوې دي او د دې لارې له بندیدو سره د سوداګرو په وینا د تورخم پر لاره بیروبار زیات شوی چې تیره اونۍ هم د سبزیو او میوو یوشمیر سوداګرو ازادي راډیو ته وویل چې اوږد انتظار د دې سبب شوی دی چې مالونه یې څه ناڅه خراب شي.